IQNA

قرآني آیتونه  او پندونه ( 20)

قرآن کریم د  خبرواترو او ارتباط زمینه جوړونکی دی

16:02 - July 20, 2022
د خبر لمبر: 3486007
ایکنا-(تهران)د اسلامی  چارو یو څیړاند پر هغو لیدتوګو باندې په کرکتنې سره چې  مقدس متنونه ، یو ډول امر او فرض متنونه  ګڼي ،د قرآن کریم ځینو هغو آیتونو ته اشاره کړې چې  په روښانه توګه ښئ چې د قرآن متن  لازیات د ارتباط او خبرواترو لپاره یوه مناسبه زمینه ده.

ایکناخبری آژانس راپور راکوی ،د ایران د خوارزمي پوهنتون یو استاد رسول رسولي پور  د ؛خبرې اترې او تل پاتې لاره ؛په عنوان سرهع په یوه سیمنار کې دخبرواترو په باب د اسلام ددستورو په هکله  خبرې کړې ، چې  دهغو  خبرو یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

 یوه هغه موضوع چې ما انتخاب کړې ،  همپاله خبرواترو ته دقرآن کریم بلنه ده.دغه عنوان  مو په آل عمران سورې کې د ؛سواء؛ له کلمې  راخستې ده . ؛قل یا اَهلِ الکِتابِ تَعالوُ اُلیَ کَلِمَةِ  سوَاءٍ نَبیَنا وَبیّنَکُم الانَعبُدُ اِلاالله وَ لا تُشرِکَ بِه شَیاء وَلا یَتَخُذَ بَعضَنا.............؛ ووایه  ائ اهل کتابو! راشئ   د هغو خبرو پر سر چې د مونږ او تاسو ترمینځ یو شان او یکسانې دي ، ودریږو،  چې له خدآي پرته دبل چا عبادت نه کوو او هغه سره هیڅ شی نه شریک کوو او ووایو ،سمه ده چې مقدس متنونه د خبرواترو ټول شرائط نه لري،خود خبرواترو حل کونکي جرړه په مقدسومتنونو کې ده::

د ظاهری شکل له نظره، د ؛یسلونک؛ کلمه ، (له تا پوښتنه کوي )، په قرآن کریم کې د خلکو له پوښتنو او د پیغمبر اکرم له ځوابونو ډک دی چې په اساس ئې د خبرواترو  او ارتیاز زمینه برابره شوې ده . پخپله دغه پوښتنه او ځواب د هغو ادابو دتمرین او مشق کونې ښودنه کوي ؤ، چې  مقدس متنونه ئې مونږ ته رازده کوي.

طبیعي ده چې  دمقدس متنونو امری بلل،، په دغو متنونو کې  تعلیمات  او زده کونې لازیاتوي  چې ددغه دین د حقانیّت او برلاسي  بیانونکي دي او نور ددې په وړاندې یا باید تسلیم  شي  یا ومري . خو خداوندمتعال  فرمائي ؛ انعام او جایزه، د تاسو  او د اهل کتاب په خوښه  نه دی او هرڅوک بدي وکړي، دهغه سزا به ویني  او  له خداي پرته د ځان لپاره څوک یاراو مددګار نه پيدا کوي .( دنساء سوره -۱۲۳)

نو د قرآن  کریم له نظره دین  او مرام معیار نه دی ، بلکې هغه څه چې معیار دي ، ستاسو فعل دی.

 ددې په تائيد کې چې په مقدسو متنونو سره خبرواترو ته واریدیدلی شي ، د سبا سورې ۲۴ او ۲۵ آیتونه ډير په زړه پورې دي ؛ واِناّ او  اِیاَکُم لَعلیَ هُدَی اَؤ فی ضَلالٍ مُبین ؛ او په حقیقت کې  مونږ اهل هدایت یوو  اوتاسو اهل ضلالت یاست .؛قُل لا تُسالُونه  عَمّاَ اَجرَمناَ وَ لا َنُساَلُ عَماّ تعَمَلوُن ؛ ووایه !(تاسو) له به هغه څه چې مونږ ترسره کړي دي بازخواست ونه کړئ او (مونږهم) له هغه څه چې تاسو ئې ترسره کوئ ،باخواست ونه کړائ شو :(سبا سوره-۲۵). جالبه ده  د خپل ځان په باب وائي ، کوم جرم مو کړی دی ،خو د مقابل لوري په هکله وائي ،څه عمل د ترسره کړی دی .

تړلې خبرونه
captcha